د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېکس ټیلرسن ښايي د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي


امریکا وايي که د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نېټه بدله کړل شوه نو ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن هم ګډون پکې وکړي.

دا له هغه لږ څه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل ، رېکس ټیلرسن به د اپرېل په پیل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون ونه کړي خو د اپرېل په ورستیو کې به د اروپايي سفر پر مهال روس ته هم لاړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا په برسلز کې د ناټو د غونډې لپاره د پنځم او شپږم اپرېل وړاندیز کړی دی کوم چې د ریکس ټېلرسن له سفري مهال وېش سره سمون خوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ دا خبره په ډاګه کړه چې رېکس تیلرسن به د ناټو د ۲۷ اوویشتو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډ‌ه کې ګډون ونه کړي خو دا یې واضح نکړه چې ولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG