د لاسرسي ځای

اشرف غني: په سم دستي توګه ولایتونو ته درسي کتابونه ورسوی


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د پوهنې له وزارت سره دې هغو ۱۶ شپاړس ولایتونو ته د درسي کتابونو په رسولو کې بیړنۍ مرسته وکړي چې تر اوسه درسي کتابونه نه دي ورسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې له سبا څخه نوی تعلیمي کال پیلیږي.

د پوهنې وزارت د نشراتو ریس کبیر حقمل په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، دوی ۱۸ اتلس نورو ولایتونو ته وار له مخه په ژمي کې درسي کتابونو رسولي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تمه لري چې سږ کال به د یو میلون په شا او خوا کې هغه ماشومان چې عمر یې ښوونځي ته برابر شوی په ښوونځیو کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG