د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش پرضد په واشنګټن کې غوڼده کېږي


د داعش پر ضد د نړیوال اتیلاف د بهرنیو چارو وزیران له نن څخه په واشنګټن کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت وزیر صلاح الدین رباني په دې غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی او هلته یې له یو شمېر چارواکو او سیاستوالو سره لیده کاته کړي دي.

د امریکا د واکمن رپبلکن ګوند مخکښ جان مکېن له صلاح الدین رباني سره د لېدو پر مهال ویلي چې له افغانستان سره د امنیت او ثبات په ګډون په بېلابیلو برخو کې د امریکا مرسته او همکاري ضروري ده.

” جان مکین ټینګار وکړ چې په امریکا کې د نوې ادارې رامنځ ته کېدل به په افغانستان کې د دې هیواد پر لویو پالیسیو اغیز ونه کړي او د افغانستان د حکومت او خلکو په وړاندې به د امریکا ژمنتیا کمزورې نشي. “

ټاکل شوې ده چې صلاح الدین رباني به د دې کنفرانس تر څنګ د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره هم خبرې اترې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG