د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوروز، کابل او نقاب پوش


د ارشیف انځور: په کابل کې مېرمنې او سینما
د ارشیف انځور: په کابل کې مېرمنې او سینما

د نوي کال په لومړۍ ورځ یا په نوروز کې د نورو د لمانځنو او خوښیو ترڅنګ د کابل په شپږو سینماګانو کې د نقاب پوش په نوم یو افغان سینمايي فلم نندارې ته وړاندې شو.

که څه هم په افغانستان کې د سینما صنعت د پخوا په شان ځلېدلی پاتې نه دی، خو د یاد فلم جوړونکي توانیدلي چې په پلازمېنه کابل کې د اریانا په ګډون په شپږو سینماګانو کې خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي.

نقاب پوش فلم، په درې ژبه دی، خو پروډیوسر یې تسل خان مشال راډیو ته وویل چې د پښتو په ګډون په نورو څو ژبو یې هم ډبنګ روان دی او زر به د نورو ژبو مینوال هم له دې فلمه خوند واخلي. نوموړي د خپل فلم په اړه راته داسې وویل:

« نقاب پوش فلم په افغانستان کې جوړ شوی. د فلم کارکونکي یې نوي ځوانان دي چې په کاناډا کې یې په هم دې رشته کې زدکړې کړې دي. نو تمه لرو چې د افغان فلمونو مینوال به زموږ هڅې وستايي. »

تسل خان وايي، د دوی فلم د اوس مهال نورو افغاني فلمونو څخه په جلا بڼه جوړ شوی او دوی هیلمن دي چې د خلکو د پام وړ به وګرځي. د نوي دقیقو په دې سینمايي فلم د جوړونکیو په وینا یې یو لک امریکايي ډالره لګښت راغلی دی. همایون شمس خان په نقابپوش فلم کې مرکزي رول لوبولی. نوموړی چې پخپله د اریانا سینما کې د فلم د لومړي شو پر مهال موجود و، خپل احساسات یې راته داسې وړاندې کړل.

« زه د خپلو ملګرو سره اریانا سینما ته راغلی یم چې د فلم سره د خلکو مینه وګورو. زه ګورم چې ډلې ډلې خلک راروان دي او د فلم لیدو لپاره تالار ته ننووځي. دا خوشالي زه په لفظونو کې نه شم بیانولی. »

د نقاب پوش فلم پوسټر
د نقاب پوش فلم پوسټر

د افغانستان د پښتو او دري فلمونو تکړه کارکونکی رسول ایمان چې په ګڼو فلمونو کې یې کار کړی وايي، خوشاله دی چې د افغانستان د سینما په برخه کې نوي ځوانان د فلمونو په پروډکشن کې برخه اخلي. ده زیاته کړه:

« زه خوشاله یم چې د بد امنۍ د وېرې په ماحول کې هم نقاب پوش فلم د کابل په شپږو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د فلم صنعت ته د نویو استعداددونو راتګ له یو زیري نه کم نه بولم. »

د افغانستان د فلمي صنعت سره تړلي کسان وايي، اوس مهال په کال کې د لسو په شاوخوا کې فلمونه جوړیږي او که حکومت د فلم جوړونکیو سره مرسته وکړي او د سینماګانو حالت ښه کړي نو هیله کېدای شي چې غوره فلمونه تولید شي او د نړۍ پام به ځان ته واړوي.

XS
SM
MD
LG