د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو زده کوونکیو برید، ۴۰ ژوبل


په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کونکیو لخوا د نوروز ورځې لمانځلو مهال پرې د زده کوونکیو یوې بلې ډلې برید کړی چې د راپورنو له مخې ګڼ پکې ژوبل شوي دي.

د پنجاب پوهنتون زده کوونکیو په وینا د پښتنو زده کوونکیو پر کلتوري پروګرام د اسلامي جمعیت طلبا غړیو له ډنډو او ډبرو سره برید کړی چې نه یوازې یې د دوی ډېر ملګري ټپیان کړي بلکې د دوی پروګرام یې هم ورګډ وډ کړی او درولی دی.

د پولیس یو لوی شمېر هغه ځای ته رسیدلې او پر زده کوونکیو یې د اوښکې بهونکي ګېس (اوښلن ګېس) هم شیندلی دی او اوس د پوهنتون پر دروازو او په هوسټلونو کې د امنیت لپاره ولاړ دي.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتون اېجوکېشن ډیوېلپمېنټ موومنټ چیېرمېن مزمل خان مشال راډیو ته ووېل چې د نوروز لپاره یې په باقاعده توګه د پوهنتون له انتظامیې اجازت اخېستی وو خو د پروګرام په مینځ کې د اسلامي جمعیت طلبا غړیو پرې حمله وکړه.

د ده په وینا چې نېږدې څلوېښت زده کوونکي ژوبل دي چې پکې نجونه زده کوونکي هم شاملې دي.

د پښتون سټوډنټ فېډرېشن مشر ندیم سرور د دې پېښې په سختو ټکیو غندنه وکړه او د پوهنتون له انتظامیې، پولیس او ضلعي انتظامیې غوښتنه وکړه چې پښتنو زده کوونکیو ته دې تحفظ ورکړي او په پېښه کې ککړ د اسلامي جعیت طلبا غړي دې ونیسي.

په دې لړ کې مشال راډیو د پوهنتون له انتظامیې او نورو چارواکیو سره د رابطې هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه خو د پاکستان له یوه پرایوېټ ټیليویژن ډان سره په خبرو کې د پنجاب صوبې د قانون وزیر وینا وه چې د انتظامیې په اجازت زده کوونکیو یوه کلتوري غونډه کوله چې پکې د اسلامي جمعت طلبا ځینو کسانو ګډوډي جوړ کړې ده.

ده دا هم ووېل چې ځینې زده کوونکي د پوهنتون وو او ځینې د جماعت اسلامی له هېډ کوارټره ورغلي ول چې پلټنې یې روانې دي.

XS
SM
MD
LG