د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجستر افغان کډوالو ته به د ستنېدو مهال ۲۰۰ ډالر ورکول کېږي


په ۲۰۱۶م کال له پاکستانه تر ۳ لکه ۸۰ زره زيات راجستر افغان کډوال د یو اېن اېچ سي ار په مرسته خپل وطن ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادرې [یو اېن اېچ سي ار] وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې د راجستر افغان کډوالو هغه کورنۍ چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدل غواړي نو د بودیجې کموالې له وجې اداره به يې اوس د کورنۍ هر غړي ته د ۴۰۰ ډالرو پرځای ۲۰۰ ډالر ورکوي.

د نوموړې په وینا ادارې یې هڅه کړې چې د نړيوالې ټولنې دومره مرسته ترلاسه کړي چې هر راجستر کډوال ته د ستنېدو پر وخت هم ۴۰۰ ډالره ورکړي خو له بده مرغه په خپلو هڅو کې کاميابه نه شول او اوس نه شي کولی چې يادې مرستې دوامداره وساتي.

په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي په فبرورۍ کې مشال راډيو ته ويلي ول چې يو اېن اېچ سي ار د فنډ کموالي له وجې د کډوالو ستنېدو لړۍ د روانې مارچ میاشتې ترپایه لپاره ځنډولې ده او له يادې ادارې سره پاکستان او افغانستان هم دا کوښښ کوي چې د نړيوالې ټولنې دومره فنډ واخلي چې له کډوالو سره د ستنېدو پر وخت ۴۰۰ ډالره مرسته برقراره وساتي.

په پېښور کې میشت د ننګرهار ولايت عبد الولي وايي، اراده يې کړې وه چې سږکال به خپل هېواد ته ستنېږي او د يو اېن اېچ سي ار لخوا چې ورته کومې پیسې ترلاسه شوې نو په هغو به یوڅه روزګار پیل کړي خو اوس د دې مرستو کمېدو خبر ډېر پريشانه کړی دی او ګرانه ده چې خپل هېواد ته ستون شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو د مشر مرستیال ذبیح الله مشال راډيو ته وويل دوی تمه لرله چې سږ کال به نړيواله ټولنه له افغان کډوالو سره خپلې مرستې نورې هم زياتې کړي خو داسې ونه شو او د دې مرستو کمېدو وروسته دا امکان شته چې کډوال په زيات شمير کې خپل هېواد ته ستانه نه شي.

د يادونې ده چې وفاقي حکومت د ۲۰۱۶مپه نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د سږ کال تر پایه غځولې وه خو يو اېن اېچ سي ار وايي دا مهال هم ۱۳ لکه راجستر او ۶ لکه غیر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او تېر کال له ياد هیواده تر۳ لکه ۸۰ زره زيات راجستر افغان کډوال د یو اېن اېچ سي ار په مرسته خپل وطن ته ستانه شوي دي. له دې پرته تر ۲ نيمو لکو پورې غیر راجستر کډوال هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG