د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف بي ای: په امریکايي انتخاباتو کې د روسیې مداخلې پلټنې روانې دي


د اېف بي ای مشر جېمز کومي (کیڼ اړخ ته) او د ملي استخباراتي ادارې مشر مایکل راجرز د کانګرس په اورېدنه کې
د اېف بي ای مشر جېمز کومي (کیڼ اړخ ته) او د ملي استخباراتي ادارې مشر مایکل راجرز د کانګرس په اورېدنه کې

پراګ - د امریکا د استخباراتو فېډرالي ادارې تایید کړې چې د روسیو چارواکو او ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکارانو تر منځ د رابطو په اړه یې پلټنو ته دوام ورکړی.

دا خبره د دې ادارې مشر جېمز کومي د دوشنبې پر ورځ د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په اورېدنه کې وکړه. دا کمېټي یو له هغو کانګرسي کمېټیو ده چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د روسیې د مشکوکې مداخلې تحقیقات کوي.

د استازو جرګې کمېټۍ ته په خپله پرانیستونکې وینا کې کومي دا تایید کړه چې پلټنې روانې دي. ده دا هم وویل چې اېف بي ای او د عدلیې وزارت د ولسمشر ټرمپ د هغو تورونو په ملاتړ ((هېڅ معلومات نه لري)) چې ګواکې پخواني ولسمشر باراک اوباما د ټرمپ او په نیویارک کې د هغه د شخصي دفترونو ټېلېفونونه ثبت کړي ول. ټرمپ څو اوونۍ مخکې پر ټولنیزې رسنۍ ټوېټر تور پورې کړی وو چې اوباما یې ټېلېفونونه ثبت کړي.

د کمېټۍ مشر او رېپبلېکن ډېوېن نیونز او د ده ډېموکراټ سیال ایډم شېف وویل، ((په حقیقت)) د ټرمپ د دفترونو ټېلېفونونه ((نه دي ثبت شوي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG