د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د بد امنۍ بیلا بېلې پېښې


د پکتیا د پټان مقبولو په نري کنډو سیمه کې په هوايي حمله کې نهه وسله وال وژل شوي او دوه زخمیان شوي دي.

دا خبره د پکتیا د امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي د نوم د نه ښودولو په شرط د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه. وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا په فاریاب کې د جنبش اسلامي او جمعیت اسلامي ګوند د غړو ترمنځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي او لس زخمیان شوي دي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن رسنیو ته وویل چې دا نښته پرون د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې شوې ده چې له کبله یې د ۸ پولیسو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د پیښې د څیړولو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG