د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانکفورت کې د اردغان خلاف مظاهره


د جرمني په فرانکفورت ښار کې پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او په اپریل میاشت کې د کیدونکې هغې ټولپوښتنې پرضد په کرد پلوه مظاهره کې شاوخوا دیرش زره کسانو برخه واخېسته چې ورسره د ولسمشر اردوغان واک زیاتیدای شي.

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې اردغان ترهګر دی او د کردستان د کارګرانو د ناقانونه ګرځول شوې ګوند مشر عبدالله اوجالان د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.

بلخوا د ولسمشر اردوغان ویاند ویلي، د جرمني چارواکو د دې ګام غندنه کوي چې د کردستان کارګرانو ګوند ترهګرو پلویانو ته یې مظاهرې اجازه ورکړه.

هلته د فرانکفورت پولیسو دا مظاهرې پرامنه یادې کړي دي او ویلي دي چې زیاتره مظاهرکونکو د جرمني قانون پابندي کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG