د لاسرسي ځای

محسود قبایل پر سر شمېرنې اندېښنې لري


د وزيرستان محسود قبایل وايي حکومت په داسې وخت کې کور شمېرنه او سر شمېرنه کوي چې د پوځي عملیاتو له وجې دوی د خپلو سیمو نه لرې په نورو سیمو کې پر استوګنې مجبوره دي.

د محسود قبایلو دغه حرګندونې پرون په ټانک کې د یوې جرګې پر مهال وکړې.یادو مشرانو له حکومته غوښتنه کوله چې د سر شمېرنې په لړ کې دې حکومت د دوی مرستې تر لاسه کړي، څو د سر شمېرنې پروسه کې دوی هم برخه واخېستلی شي.

بل پلو پوليټيکل ايجنټ ظفر السلام خټک مشال راډيو ته وويل چې دا مسئله به حل کړي. دا په داسي حال کې ده چې پرون په پاکستان کې په درې شپیته ضلعو کې د کور شمیرنې عمل سر ته ورسيد او په هغو ضلعو کې د سر شمیرنې لړۍ پیل شوه.

XS
SM
MD
LG