د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د تعلیم د صوبايي سکرتر د تښتولو خلاف مظاهره


د بلوچستان په کوټه ښار کې پرون سياسي ګوندونو او فعالانو د لوړو زدکړو د صوبايي سکرتر د تښتوني پرضد مظاهره کړي.

د لوړو زدکړو صوبايي سیکرتر عبدالله جان قريش څلور ورځې وړاندې نامعلومه وسلوالو تښتولی و.

مظاهرچیانو غوښتنه وکړه چي حکومت دې د یاد حکومتي چارواکي د راخوشي کولو لپاره ګامونه پورته کړي ـ د پیپلز ګوند یوه غړي سید ظهور آغا پرون مشال راډيو ته وویل:

« دا کار چې هرچا کړی مقصد یې زموږ د صوبې د تعلمي نظام خرابول دي. ورانکاري زموږ د تعلیم د څانګې د چارواکو په تښتولو یا وژلو ستونزې جوړول غواړي.»

بلخوا د صوبې تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال وايي چي د عبدالله جان قریش د راخوشي کولو لپاره يې هڅې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG