د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پوځي عدالتونه څه ډول کار کوي؟


پراګ: په پاکستان کې دا مهال د پوځي عدالتونو په موده کې د زیاتوالي موضع د سیاسي ګوندونو تر منځه تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

دغه پوځي عدالتونه دوه کاله مخکې هغه وخت جوړ کړل شو چې کله د پېښور په ارمي پبلک سکول وسله والو بريد وکړل او تر ۱۴۰زیات زده کوونکي یې ووژل.

خو پوښتنه دا ده چې د دې پوځي عدالتونو جوړښت څنګه وي او دغه عدالتونه د کوم طريقه کار له لارې سزا ګانې ورکوي.

د دې پوښتني په ځواب کې په پوځي عدالتونو کې د مقدمو پيروي کوونکی پخوانی پوځي کرنل انعام الرحمان مشال راډیو ته وويل،”د دې پوځي عدالتونو يو پريزډنټ وي چې د ميجر او یا د ليفټنټ کرنل د عهدي برابر وي او دوه ورسره نور غړي وي. په عمومي توګه دغه د پوخي عدالت بنچ په دريو یا په څلورو غړيو مشتمل وي،دغه بنچ کې د پرزيډنټ په ګډون نور غړي هم د قاونون او آیینه نا بلده وي.

هغه وویل، دا عدالتونه خپلې کاروايي چرته په داسې خفيه ځای کې کوي چې نه ملزمانو ته او نه د هغوي کورنۍ ته مالومه وي چې دا عدالت کوم ځای کې دی او د کوم قانوني طريقه کار تر مخه دوی دغه اوريدنه کوي. کورنۍ ته او ولس ته يوازې د ای اس پي آر له لارې مالومه شي چې کوم ملزم ته سزا ورکړل شوه”.

دا مهال په سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو د پانسۍ د سزاوارو کسانو د سزا ځنډولو په موخه وکيل لایق خان سواتی د دغو مقدمو پيروي کوي.

هغه مشال راډیو ته وويلپه آیین کې ۲۱مبدلون له مخې د دغو پوځي عدالتونو طريقه کار او جوړښت ښه په څرګنده ډول ليکلی شوی دی.

خو د ده په وینا ، دغه عدالتونه پلټني هم کوي سزا هم ورکوي خو ملزم ته نه د دفاع حق ورکړل کېږي نه ورته له رشته دارانو سره د ملاقات موقع ورکړل کېږي.

لایق خان سواتي زیاته کړه چې د ده په اند دغو عدالتونو او فايرنګ سکواډ کې هېڅ فرق نشته خو بیا هم ما په سپريم کورټ کې د نهو هغو کسانو د پانسۍ سزا ځنډولې ده چې ورته پوځي عدالتونو د پانسۍ سزا اورولي وي”

د خيبر پښتونخوا د مانسېرې د اچړيان کلي د محمد عامر ورور محمد بلال په دغو کسانو کې يو دی چې ورته د پانسۍ سزا اورول شوې ده خو اوس یې د سپريم کورت د حکم له وجې سزا ځنډول شوې ده.

محمد عامر وايي،“يونيم کال وړاندې یوه شپه زموږ کور ته داسې کسان راغلل چې مخونه یې پټ کړي وو او له دوی سره د پاکستاني پوځ عسکر هم ملګري وو. دوی زما۲۷ کلن ورور بلال له ځانه سره یوړی او بیا موږ وروسته په خبر شو چې هغه د ساهيوال په جيل کې دی.

محمد عامر زیاتوي چې نوي پوځي مشر جنرال قمر جاويد باجوه له واک تر لاسه کولو وروسته زما د ورور په ګډون د نورو کسانو د پانسۍ د سزا توثیق وکړ خو زما ورور ته او موږ ته د دې سزا اورولو د رسنيو له لارې مالومه شوه.

دی وايي ،نه خو موږ ته او نه زما ورور ته مالومه ده چې کوم عدالت او کوم ځای کې ورته د کوم طريقه کار او تورونو له وجې د پانسۍ سزا ورکړې ده”.

پخوانی اټارني جنرل او د سپريم کورټ وکيل قاضي انور مشال راډیو ته وويل چې په کومو هيوادونو کې جمهوريت عملي وي هلته د پوځي عدالتونو تصور هم نه شي کېدای خو د پاکستان حکومت دريځ لري چې په ملک کې د مخصوه حالاتو له امله د پوخي عدالتونو جوړول ناګزير دي.

XS
SM
MD
LG