د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا عدلیې وزارت د ولسمشر ټرمپ د ادعا په اړه اسناد وړاندې کړل


د امریکا د عدليې وزارت د کانګریس په غوښتنه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې ادعا په اړه اسناد وړاندې کړل.

اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې وه چې پخواني ولسمشر باراک اوباما يې جاسوسي کړې ده.

د امریکا یوې حکومتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دې اسنادو کې داسې هېڅ شواهد نه دي موندل شوي چې د ډونلډ ټرمپ د ادعا پخلی وکړي.

ولسمشر ټرمپ پر باراک اوباما تور پورې کړی چې تیر کال کله چې دی په نیویارک کې په خپل کور کې وو نو ښاغلي اوباما يې تیلیفوني مکالمې اوریدلي او څارلي دي.

د عدلي وزارت په دې اړه اسناد د سینیټ د استخباراتو او د عدلیې کمیټې ته وړاندې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG