د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د صومالیا ۴۲ پناغوښتونکي وژل شوي


یو کډوال د ځان ژغورنې پر مهال (پخوانی عکس)
یو کډوال د ځان ژغورنې پر مهال (پخوانی عکس)

په جنیوا کې د مهاجرت د نړیوال سازمان یو چارواکي ویلي دي چې د برید له ځایه ۴۲ مړي راویستل شوي دي.

پراګ: د یمن پر مشرقي ساحل پر یوه کښتۍ په ډزو کې د صومالیا ۴۲ پنا غوښتونکي وژل شوي دي.

یمني چارواکي او عیني شاهدان وايي، دغه پناه غوښتونکي چې د ملګرو ملتونو اسناد ورسره وو له یمنه سوډان ته په سفر وو.

پر دوی د مارچ پر ۱۶مه نیټه د یمن د مغربي صوبې هودیده له ساحل سره د یو جنګي هیليکوپټر ډزې شوي دي. له کښتۍ ۷۵ سړي او ۱۵ ښځې ژغورل شوي دي.

په جنیوا کې د مهاجرت د نړیوال سازمان یو چارواکي ویلي دي چې د برید له ځایه ۴۲ مړي راویستل شوي دي.

د دې خبرې لا سپیناوی نه دی شوې چې دا برید چا کړی دی.

په یمن کې د یاغیانو سبا خبري اژانس تور لګولې دي چې دا برید د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف ترسره کړی خو په دغه اړه يې نور مالومات نه دي ورکړي.

د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند جنرال احمد الاسیري ویلي دي چې د مارچ پر ۱۶مه نیټه يې په هودیده سیمه کې داسې عملیات نه دي ترسره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG