د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د لښکر جنګوي ډلې څلور وسله وال نیول شوي


د پاکستان د کراچۍ پولیس وايي د يو ځانمرګي بريد کوونکي په ګډون يې د لښکر جنګوي ډلې څلور وسله وال نيولي دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد مبارزې د څانګې يو مشر منیرشیخ د جمعې په ورځ ناوختهیوې خبري غونډې ته وويل چې دوی د استخباراتي مالوماتو پر اساس د ښار په سهراب ګوټ او کیماړۍ سيمو کې څلور وسله وال نیولي دي.

د نيول شوي يو تن په اړه چارواکو ويلي چې په شکارپور سيمه کې د لښکر جنګوي مشر دی او د شکارپور په امام باړه شوي بريد کې يې هم لاس درلود.

په ۲۰۱۵م کال کې په شکارپور امام باړه په ترهګر بريد کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG