د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف باجوا: د لومړي پړاو کورشمېرنه وشوه اوس سرشمېرنه کوو


پاکستانی عسکر د کور شمېرنې پر مهال
پاکستانی عسکر د کور شمېرنې پر مهال

په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته د سرشمېرنه بهیر روان دی چې په دوه پړاوه کې به تر سره کېږي.

اسلام اباد: په پاکستان کې په درې شپیته ضلعو کې د کور شمیرنې عمل سر ته رسیدلی دی او له نن څخه به په دغه سیمو کې د سر شمیرنې لړۍ پیل شي.

د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر آصف باجوه د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبري غوندې ته وویل چې اوس به د سر شمېرنې بهیر د اپریل تر ۱۵مې دوام ولري.

په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته د سرشمېرنه بهیر روان دی چې په دوه پړاوه کې به تر سره کېږي.

لومړی پړاو د مارچ پر ۱۵مه پیل شوی وو او د اپرېل تر ۱۵مې به روان وي او دویم پړاو به د اپرېل له ۲۵مې د مې تر ۲۵ دوام ولري.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې سرشمېرنه باید هر لس کاله وروسته وشي. وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸م کې شوې وه.

د چارواکو په وینا ، په ملک کې د نامناسبو حالاتو له کبله له مهال وېش سره سم په ۲۰۰۸م کال کې دا کار ونه شو.

په پاکستان کې سر شمېرنه په داسې وخت کې کېږي چې په ځانګړې توګه له قبایلي سیمو په سلګونه زره خلک بې کوره دي.

د قبایلي سیمو د زده کوونکو او وکیلانو د اتحادیې استازو د جمعې په ورځ ناوخته په پیښور کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې له قبایلي سیمو د بېکوره کړل شوو خلکو سمه شمیره نه کیږي.

دوی وویل چې په دې سیمو کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له کبله زیاتره خلک نورو سیمو ته وتلي دي نو ځکه به یې په سمه توګه کور شمېرنه او سر شمېرنه ونشي.

د فاټا د وکیلانو د اتحادیې یو مشر کریم محسود د بې کوره کړل شوو خلکو شمېر ته په اشاره وویل چې که یوازې د تېرو پنځو کالو مالوماتو ته وکتل شي نو دا څرګنده ده چې د قبایلي ولس شمېر تر یو یو میلیون ډېر زیات دی.

دوی وویل حکومت باید د قبایلي سیمو د خلکو د کره شمېر مالومولو لپاره د سرشمېرنې په کاغذونو کې د هغوی لپاره یو ځانګړې خانه جوړه کړي.

دوی ګواښ وکړ چې که چېري حکومت دا کار ونه کړ نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG