د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند د اوبو وېش په اړه خبرې اترې کوي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د پاکستان او هند ترمېنځ په دې اړه مزاکرات په وروستي ځل د ۲۰۱۵م کال په مې میاشت کې شوي وو.

اسلام اباد: د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو وېش په اړه شوې د سیند طاس تړون د کمشنرانو غونډه به د راتلونکې دوششنبې په ورځ کېږي.

دا خبرې اترې تېر کال د هند ترواک لاندې کشمیر په اوړي سیمه کېد هند پر پوځي مرکز تر شوي برید وروسته ځنډول شوې وې.

د پاکستان د سیند طاس تړون کمشنر اصف مرزا بیګ مشال راډیو ته وویل چې په دې مزاکراتو کې به د هند خوا ته جوړېدونکې د پروژو په اړه د پاکستان پر اندېښنو خبرې کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ دا مزکرات په بنیادي توګه د هند لخوا په مغربي سیندونو د پروژو د نقشو په اړه دي.

اصف مرزا بیګوویل ، " د دې تر څنګ د سېلابونو د مالوماتو ورکول دي نو دا مزکرات به د نقشو پر اړخونو وي. په دې لړ کې مخکې هم خبرې اترې شوې دي نور بحث به پرې هم کېږي.

هغه وویل ، دوی به هڅه کوي چې هند د اسلام اباد د اندېښنو په اړه قانع کړي.

و دا به کوښښ وي چې پاکستان د هند پر کومو پلانټونو تحفظاتو اظهار کړی دی چې هند پر هغې اتفاق وکړي"

د پاکستان او هند ترمېنځ په دې اړه مزاکرات په وروستي ځل د ۲۰۱۵م کال په مې میاشت کې شوي وو.

بلخوا هندۍ خبري رسنۍ لیکي چې د هند د سیند طاس تړون کمشنر به د ګل په ورځ پیل کيدونکې دوه ورځني مزاکراتو لپاره لاهور ته ځي.

د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش په اړه شوې سیند طاس تړون نړیوال بېنک یا ورلډ بېنک په ۱۹۶۰م کال کې کړی وو. د دې تړون ترمخه به دواړه هیوادنه په کال کې یو ځل مزاکراتو ته کښېني.

خو د هند لخوا د کشن ګنګا او چناب دریاب باندې د بجلۍ پیدا کولو پروژو د پیلولو په اړه پاکستان اندېښنې څرګندې کړې او د منځګړیتوب لپاره یې له نړیوال بانک سره تماس نیولی وو.

هند هم له نړیوال بانک سره اړیکه نیولې وه خو بانک دواړو هیوادونو ته د روان کال تر لومړۍ میاشتې وخت ورکړی وو چې خپلمنځي مسله په خپله هواره کړي.

د پاکستان د بجلۍ ادارې – واپډا – پخوانی مشر انجینیر شمس الملک وایي چې اصلي مسله د اوبو د وېش تړون د عملي کولوپه اړه ده.

هغه وویل ، هند په دې اړه وخت نا وخته ستونزې را پورته کوي او بله دا چې دا یوازې د هند او پاکستان ترمنځ مسله نده.

د پاکستان پخوانی سفیر او د بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مومند وایي د مزاکراتو پیل کيدل یو ښه پرمختګ دی.

هغه وویل " د دواړو ملکونو دا مزاکرات به د سیند طاس تړون په اړه وي خو دا ډېر ښه کار وشو چې لږ تر لږه رابطې پیل شوې او دا هم کېدای شي چې د نورو خبرو اترو لپاره هم لاره هواره شي.

د سیند طاس تړون له مخېپر ختیځو سیندونو ستلج ، راوي او بیاس د هند او پر لویدیځو دریابونو جهلم، چناب او د سیند اوبو د استعمالولو حق پاکستان ته ورکړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG