د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:ځانمرګي برید یو تن وژلی


چارواکي وایي چې د جمعې له لمانځه وروسته د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند امرخیلو سیمه کې ځانمرګې برید ګر غوښتل چې د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني د برید هدف وګرځوي خو د جومات په دوروازه کې یې مخه نیول شوې او ځانمرګي ځانته چاودنه ورکړې ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې په دغه پېښه کې د ځانمرګي يه ګډون د یاد رییس ورور هم وژل شوی دی.

یلخوا د سره رود ولسوال سید فضل اکبر وایي چې د دغې پېښې پر مهال یې د کلیوالو په مرسته دوه تنه ځانمرګي بریدګر هم نیولې دي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG