د لاسرسي ځای

خوست:موټر بم برید یو سرتېری وژلی او ۱۶ولسي وګړي ټپیان کړي


چارواکي وايي، په یاد برید کې د ملي اردو د یو سرتیرې وژل شوی پنځه سرتیري ټپیان دي، له‎دې سربېره د برید سیمې ته نېږدې ۱۶ ملکیان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، ټپیان شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یو تن مسؤل میراګل میاخېل وايي چې په‎ دې برید کې څلورو جوماتونو، یوې دیني مدرسې او تر ۴۰ ډېرو کورونو ته هم مالي زیانونه اوړیدلي دي.

تر بریدو وروسته له مرکزه یو شمېر تازه دمه ځواکونه چې په ترکیب کې يې د پوځي ادارو قوماندانان هم وو، د یعقوبیو کمپ ته ورغلل.

په کمپ کې د تندر قول اردو د اولې لواء قوماندان جنرال ناصر هدایت رسنیو ته وویل چې په‎دې برید کې د دوی یو سرتیری وژل شوی او پنځه ټپیان دي.

جنرال هدایت زیاته کړه:

"د یعقوبیو په کمپ یوه د موټر حمله او وروسته د وسله‎والو له لوري ډله ییز برید ترسره شو چې الحمدالله د درېیم کنډک پرسونل چې د صبریو په ولسوالۍ او همدارنګه د یعقوبیو په کمپ کې دندې اجراء کوي، په زړورتوب وتوانېدل چې د دوی برید پر شاوتمبوي، په‎دې برید کې موږ یو تن سرتیری شهید شوی چې خدای دې جنت ورکړي او پنځه تنه سرتیري مو ټپیان شوي دي. "

د لواء قوماندان جنرال هدایت زیاته کړه چې د برید په سیمه کې د افغان ځواکونو له‎خوا په وسله‎والو پسې د لټون عملیات روان دي.

یوې بلې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، هغوی د ملي اردو د ټپیانو شمېر ۱۰ تنه وښود.

د ملي اردو د یعقوبیو د کمپ قوماندان تورن غازي محمد وايي چې سرتیري يې ملي روحیه لري او خپلو وظیفو ته به د پخوا په شان دوام ورکړي.
نوموړی وايي:

"مقابل لوري ته هم ځاني زیان واوښت، دښمن تقریباً څلور تنه تلفات لري، زموږ د پرسونل روحیه لوړه ده، موږ د دښمن د دا ډول بریدونو پرواء نه‎لرو، که شل دا ډول بریدونه هم وشي، موږ به يې پرواء ونه ساتو د خپلې خاورې نه دفاع کوو او زموږ پرسونل ورته تیاری لري. "

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې یعقوبیو کې موټر بم برید او په تعقیب يې پلي حمله د طالبانو له لوري شوی او په‎دې برید کې يې افغان ځواکونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

خو چارواکي د وسله‎والو له لوري د پراخو ځاني زیانونو ادعا ناسمه بولي.

نجیب الله الوخېل

پخواني:

نن د جمعې په ورځ سهار شپږ بچې د خوست ولایت اړوند د یعقوبیو او صبریو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید شوی دی.

په خوست کې د ملي اردو مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې برید کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا په پوسته په پیل کې موټر بم برید وشو او وروسته د یو شمېر وسله والو له لوري جګړه پیل شوه چې یو ساعت يې دوام وکړ.

سرچینه د ټپي شویو سرتېرو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بولي او وايي چې د پېښې سیمې ته نور سرتیري رسیدلي دي.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې پيغام کې ویلي چې په یعقوبیو کې موټر برید او په تعقیب يې پلي حمله د طالبانو له لوري شوی او په دې برید کې يې افغان ځواکونو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG