د خیبر امنیتي چارواکي وايي، وسله والو په لواړګي کې پر پوسته برید کړی دی چې پکې د اېف سي دوه سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو نن(جمعه) سهار د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا حمله بېګا د لواړګي د سپینې څوکې په سیمه کې شوې چې پکې څلور سرتېري ژوبل هم دي.
د دوی په خبره، په ځوابي کارروایۍ کې یې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دې چارواکو دعوه وکړه چې وسله وال د ډېورنډ کرښې له هغې خوا ور اوښتي ول. کابل د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي. تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار) د حملې ذمه واري منلې.