د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سناتوران افغانانو ته ځانګړې وېزې غواړي


د امریکا د سناتورانو، یوې دوه حزبي ډلې وړاندیز کړی چې دوه ۲۵۰۰ زرو نورو هغو افغانانو ته د امریکا د ویزو د ورکولو وړاندیز کړی چې په افغانستان کې يې له امریکايي سرتېرو سره وظیفه ترسره کړې او له دې کبله یې ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

سناتور جان میکین چې د سیسنیټ د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر هم دی او له درېوو نورو سناتورانو سره یې په شریکه دغه بل وړاندې کړی وايي، که په ساده ټکو کې ووایو،امریکا په افغانستان کې خپله جګړه د افغانانو له مرستې پرته نشي ګټلی او دا هغه افغانان دي چې د امریکا له خاطره یې ځانونه په خطر کې اچولي دي.

جان میککین وايي، کانګرس په دې خبره کې پاتې راغلی چې د افغانستان په تېر ۱۵ کلن جنګ کې، په کافي اندازه افغانانو ته ځانګړې وېزې ورکړي او د دې له وجې د زرګونو افغانانو ژوند د طالبانو لخوا له حتمي خطر سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG