د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر چارواکي: د زرغون ښار سیمه د وسله والو له شتونه پاکه شوه


د لوګر د امنیتي ادارو قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې افغان ځواکونه د پراخو چاڼیزو او تلاشي عملیاتو لپاره د زرغون ښار کلیو او بانډو ته داخل شوي، له دوی سره د وسلوالو مخالفینو له لوري هيڅ ډول مقاومت ندی شوی.

ویل کیږي، لدې پوځي مخکې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښارسیمه د یاد ولایت تر ټولو نا امنه منطقه بلل کیده، چې وسلوالو به ورڅخه د خپلو ډېریو فعالیتونو د پرمخبیولو او د وسلو او مهماتو د زیرمتونونو کار اخیسته.

د چارشنبې په ورځ د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علي زي د عملیاتو له سیمې څخه د یاد ولایت د پوځي او ملکي ادارو د مسوولینو او همدارنګه د رسنیو د خبریالانو د کتنې پر مهال وویل، چې وسلوالو یوازې د تبلیغاتو په واسطه د زرغون ښار خلک تر خپل تاثیر لاندې ساتلي ول.

د ده په وینا وسله والو ونشو کولای څو ساعته هم په مخامخ ډول د افغان ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د لوګر امنیه قوماندان زیاتوي:

((ټولو به تبلیغات کول چې زرغون ښار ته څوک نشي داخلیدی، زرغون ښار داسې بلا ده او هسې بلا ده، ولې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو عملاً وښوده، ولې څرګنده شوه، چې وسلوالو حتی د دقیقو لپاره هم زموږ د ځواکونو سره مقاومت ونشو کولای، زموږ موخه دا وه چې افغان ځواکونه باید خلک د دې حالت څخه راوباسي.))

د لوګر امنیه قوماندان امنیتي ځواکونو سره د ځايي خلکو د همکاری خبره وکړه او ويې ویل، هغه سیمې چېوسلوالو په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي، د ځايي خلکو لخوا سرتیرو ته ښودل کیږي اوله همدې کبله دوی پدې پراخو عملیاتو کې ځاني تلفات نلري.

د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رازق ساپی هم وايي، چې د زرغون ښار په عملیاتو کې يې د وسلوالو د مهماتو یو شمیر زیرمتونونه له منځه وړي او د یاد ولایت په ځنو نورو سیمو کې يې هم ورته عملیات په لار اچولي دي.

جنرال رازق ساپی وايي:

((د ښمن فرار کړی دی، هېڅ ځای کې موږ سره مقاومت ندی کړی، په ټولو کلیو او سیمو کې تصفیه او تلاشي روانه ده، ډېر زیات مواد انفجاریه موږ ته لاسته راغلي دي، تاسو ولیدل چې همدا اوس مو هم یو لوی زیرمتون ته انفجار ورکړ، اوس هم عملیات دوام لري، قرار دې مالوماتو دښمن چې هر لوري ته تللی وي، موږ کشفي مالومات لرو، پسې ورځو او تعقیبوو يې، په محمداغه، دشت باري، الوخېل او دشت بابوس په خواوشا کې هم عملیات روان دي.))

جنرال رازق ساپی زیاتوي، چې د زرغون ښار په عملیاتو کې د ملي اردو سره یو ځای د ملي امنیت، ملي پولیسو او عامه نظم سرتیري هم برخه لري او ګډ پوځي عملیات دي.

د لوګر والي حلیم فدايي هم د یاد ولایت په چارواکو کې وو، چې د زرغون ښار سیمې ته ورغلی وو.

ده د زرغون ښار په یو جومات کې خلکو ته وویل، دوی د پوځي عملیاتو تر څنګ د یادې سیمې د خلکو د ژوند د ښه کولو په فکر کې دي او پدې سیمه کې به د سیمه والو په غوښتنه یو شمېر پروژې عملي کړي.

د لوګر والي حلیم فدايي وویل:

((یوازې په نظامي عملیاتو نه، بلکې په ملکي عملیاتو هم موږ باور مند یو، نو ځکه دلته مو د مستحقو کورنیو سره کمکونه وکړل، د ده نو نه تر زرغون ښار پورې چې کوم سړک منظور شوی دی، همدرانګه د سرخاب پورې او بل په سرخاب پل باندې چې کوم زراعتي پارک جوړیږي، خصوصاً صنعتي د دې تطبیق لپاره او خصوصاً پدې اړه د خلکو د مرستې غوښتل مو د دې سفر هدف وو.))

زرغون ښار د لوګر هغه سیمه ده، چې پلازمینې کابل ته تر ټولو نږدې پرته ده.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د زرغون ښار د عملیاتو په باب رسنیو ته په استول شوې تلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې هلته افغان ځواکونو پسې چاودنې شوي او ځاني او مالي زیانونه ور اوړیدلي دي.

XS
SM
MD
LG