د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: د اوکراین په شخړه کې نژدې ۱۰ زره کسان وژل شوي


ملګري ملتونه وايي، د اوکراین په ختیځ کې د روس ملاتړ لرونکو بېلتون پالو او اوکرایني حکومتي ځواکونو ترمنځ په شخړه کې تر اوسه نژدې لس زره کسان وژل شوي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د چارشنبې په ورځ په خپاره کړي رپوټ کې کړې ده.

د اوکراین په ختیځ کې دا شخړه د ۲۰۱۴م کال د اپرېل په منځ کې پیل شوې وه.

رپوټ لیکي چې د احتیاطي شمېرو له مخې ،د ۲۰۱۴م کال د اپرېل له منځه بیا د ۲۰۱۷م کال د مارچ تر دولسمې نېټې لږ تر لږه – نهه زره نهه سوه څلوېښت – کسان وژل شوي او – درویشت زره څلور سوه پنځه پنځوس – ټپي شوي دي.

په دې وژل شوو کسانو کې د اوکراین عسکر ، عام خلک او د وسله والو ډلو غړي شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG