د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام :په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي


د شام حکومتي خبري رسنۍ وايي چې په پلازمېنه دمشق کې دوو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي دي.

حکومتي خبري اژانس سنا وايي چې لومړي ځانمرګی برید د دمشق په منځ کې د انصاف عدالت پر ودانۍ شوی دی او دویم څو ساعته وروسته د ښار په ربویح برخه کې پر یو رسټورانټ شوی دی.

تر دې وړاندې د مارچ پر یوولسمه نېټه هم په دمشق کې بریدونو شوي وو چې لږ تر لږه څلوېښت کسان یې وژلي وو.

په شام کې له القاعده سره تړلې ډلې فتح الشام فرنټ د هغو بریدونو زمه واري منلې وه. یاده ډله تر دې وړاندې په النسره پېژندل کېده.

خو د دې پرونیو ځانمرګو بریدونو زمه واري لا چا نده منلې. دا بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې په شام کې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د پاڅون شپږ کاله پوره شوي دي.

د اټکل له مخې په دې شخړه کې تر اوسه درې لکه کسان وژل شوي او په میلیونونه بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG