د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او چمن لارو د تړل کېدو یوه میاشت پوره شوه


د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي چې د دې لارو د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته په ملیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر ضیاالحق سرحدي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلني تجارت کچه شاوخوا دوه اربه ډالره ده چې اوس یونیم ارب ډالر ته راټیټه شوې ده.

دوي پر پاکستان ږع کړی چې د تورخم او چمن لارې زر تر زره خلاصې کړي.

پاکستان دا لارې د تېرې فرورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه له هغه وروسته وتړلې چې په سیند او پنجاب کې پرلپسې چاودونو په لسګونه کسان ووژل.

پاکستان تور پورې کړی وو چې په هغو بریدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې وه خو افغان چارواکو دا خبره رد کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG