د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ترپارکر انساني ناورين ته مخامخېدلی شي


د ملګرو ملتونو په يو راپور کې ويل شوي چې د سيند لیرې پرتې سيمې ترپارک، عمرکوټ او سانګړ د بارانونو نيشتوالي له کبله له انساني ناورين سره مخامخېدلی شي.

خو بل اړخ ته د سيند صوبې چارواکي ادعا کوي چې حالات اوس دومره نازک نه دي لکه څومره چې په ۲۰۱۴، ۲۰۱۵م کې وو.

دا راپور د هغې دورې وروستو جاري کړی شوی چې د سيند د قدرتي افاتو د ژغورنې څانګې له اړخه ملګرو ملتونو ته خواست شوی وو چې يو پلاوی د دې سيمو د ستونزو په اړه راولېږي.

د دې راپور ترمخه د ګرمۍ په موسم کې د باران نه کېدو، خوراکي کموښت، د پاکو اوبو او د درملنې اسانياګانې نه لرلو له کبله په يادو سيمو کې مرګونه سېوا کېدی شي.

د ملګرو ملتونو له خوا د ترپارکر، عمرکوټ او سانګړ په اړه خپور شوي په نهه پاڼو مشتمل راپور کې ويل شوي که په راروانو د بارانونو په موسم کې باران ونه شو نو حالات نور هم خطرناک کېدی شي. په دې سيمو کې لويې ستونزې پاکې اوبه او د صحت د اسانتياو نيشتوالي سره سره د دې لرې والی هم دی.

په دې راپور کې تر ټولو خطرناکه سيمه د سيند عمرکوټ ښودل شوې چرته چې په ۲۰۱۶م کې بارانونه نه دي شوي او هم د دې له کبله د باجرې غله کمه شوې ده.

په ترپارکر مېشت د مدني ټولنې فعال او خبريال دليپ دوشي د دې راپور په اړه مشال رېډيو ته وويل چې دا کومه نوې خبره نه ده چې په دې سيمو کې روان کال يا تېر کال بارانونه کم شوي دي خو څلور پينځه کاله وړاندې به د جون يا جولايۍ د مياشتې تر پای بارانونه کېدل کوم چې تېر کال نه دي شوي بل اړخ ته په چاچرو او ننګرپارکر سيمو کې روان د درملنې څانګو هم کار پرېښودی چې له امله يې د مټي په روغتون بوج زيات شوی دی.

"د ترپارکر ضلعې ټوله رقبه شاوخوا ۲۲ زره مربع کلوميټره ده. اوس چې د چاچرو يا ننګرپارکر کوم لرې پراته کلي دي هلته که څوک ناروغه شي نو مټي روغتون ته د راوستلو لپاره لږ تر لږه شپږ ګنټې پکار وي. اوس که د ماشوم د زېږون ناروغتيا وي يا کوم ماشوم د غذايي کموښت سره مخ دی نو دومره د لرې نه راوړلو له کبله مرګونه کېږي بله دا چې د بل کوم روغتون د نيشتوالي له کبله په مټي روغتون مريضان سېوا شوي او هره ورځ په زرګونو مريضان دلته راوړل کېږي."

د دليپ په وينا چې دلته دوه لويې ستونزې دي يو د خوراک معيار سم نه دی بل د صحت اسانتياوې نشته.په دې سيمه کې سياسي ګوندونه يواځې سياست کوي کوم چې په لوی شمېر دي خو د ولس خېرښېګړې ته څوک پام نه کوي.

"د دوه درې ورځو لپاره که کوم کېمپ لګول کېږي نو د دې نه کومه اوږدمهاله ګټه خو نه کېږي، اوس په دغه سيمه کې د ترپارکر کلتوري مېلې په نوم دستوره روانه ده خو مونږ ورته وايو چې د کلتوري مېلو پرځای بايد د صحت اسانتياو ورکولو لپاره کار وکړی شي. داسې ګامونه دې پورته کړی شي چې خلک د سحر نه تر ماښامه کار وکړي او د دوه درې سوه دياړۍ پر پېسو د خپل کور لپاره څه واخلي.د خلکو لپاره دوه وخته ډوډۍ نه ملاوېږي نو هغوي به د خپل صحت څه خيال وساتي."

بل اړخ ته د سيند صوبايي حکومت له خوا د دې راپور په غبرګون کې ويل شوي چې اوس حالات ښه کېدو اړخ ته روان دي. خو چارواکي دا هم مني چې په تېرو شپږو مياشتو کې د غذايي کموښت سره مخ سيمو کې د خوراکي توکو د رسولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړل شوی.

د ذکر ده چې ترپارکر سيمه کې د تېرو څو کلونو راهسې خلک د خوراکي کمبوت، د اوبو نيشتوالي او د صحت اسانتياو نيشتوالي ښکار دي او وخت پر وخت په دې سيمه کې د نوي زيږېدلو ماشومانو مرګونه هم کېږي.

XS
SM
MD
LG