د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د لوړو زده وکړو وزارت یو مشر چارواکی برمته کړل شو


د لوړو زدکړو افسر عبدالله جان
د لوړو زدکړو افسر عبدالله جان

د بلوچستان لوړو زده کړو سېکرېټري عبدالله جان قرېش نن په کوټه کې ناڅرګند وسله والو کسانو تښتولی دی.

پولیس چارواکي وايي نوموړی په وحدت کالونۍ کې له خپله کوره د دفتر پر لور روان وو چې په یو بل ګاډي کې سپرو کسانو د وسلی په زور ودراوه او لهع خپلځانه سره یې یووړ. د پېښې مقدمه یې په بروري تاڼه کې کښل شوې خو پر دې تړاو هېڅوک لا هم نه نیول شوی او نه یې هم تر اوسه هېچا د تښتولو ذمه واري منلې ده.

بل لور د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د عبدالله جان قرېش تښتونه غندلې او د پولیسو مشر ته یې د هغه د ژر راخلاصولو امرکړی دی.

عبدالله جان قرېش د پښین کلي ملکیارو اوسېدونکی وو. نوموړی تر دې وړاندې د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو محکمې صوبايي سېکرېتړي او په صوبه کې د چاپیریال ادارې ډایرېکټرجنرل هم پاته شوی وو.

عبدالله جان په داسې حال کې تښتول شوی دی چې په کوټه کي دسرشمېرنې پرمهال سخت امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

یادوني وړده چي تېره ورځ د بلوچستان په آواران سیمه کې درې استادان هغه مهال د ناڅرګند وسله والو کسانو له خوا وتښتول کله چې هغوی د سرشمېرني په اړه د تربیې د ترلاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته روان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG