د لاسرسي ځای

چترال کې ۱۷۰۰ ميګاواټه بجلۍ منصوبې سيپېک کې شاملولو لپاره تيارې دي: عاطف


د خېبرپښتونخوا توانايي او تعليم وزير محمد عاطف خان ويلي دي چې په چترال ضلع کې له اوبو د بجلۍ موندلو اووه (۷) منصوبې او دکوهاټ تېلو چاڼولو منصوبه کې له تېلو او ګېسو د بجلۍ موندلو منصوبې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې شاملولو لپاره تيارې دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د خېبرپښتونخوا د توانايۍ او تعليم وزير محمد عاطف وینا وه چې په چترال کې د ولس سوه (۱۷۰۰) ميګاواټه د بجلۍ اووه (۷) منصوبې، په کوهاټ کې د تيلو د پاکولو کولو (ايل ريفاينري) او د چترال نه تر د چکدرې پورې د ټرانسمشن لاين غځولو منصوبې په سيپېک کې شاملولو لپاره تيارې دي.

د نوموړي وينا وه چې دې لړ کې به ډير زر مفاهمتي ياداښتونه لاس ليک کړې شي او د توانايۍ او د بجلۍ ماهرين به په راتلونکې مياشت کې د چين دوره هم کوي.

د ذکر ده چې د تير کال په دسمبر مياشت کې د چين په بيجنګ ښار کې شپږمه چين پاکستان جواينټ کوارډينېشن کمېټۍ (جی سي سي) غونډه شوې وه چې پکې د خېبرپښتونخوا وزيراعلې پرويز خټک هم ګډون کړې و او نوموړي نه صرف د غربي سړک بلکې د ټرېن، توانايي منصوبو، ايل اېن جي او ځینې نورو نورو پروژو غوښتنه هم کړې وه.

خو د روان کال په جنورۍ مياشت کې له وزیر اعلا کوره جاري شوې خبرپاڼه کې ويلې شوي و چې د چین چارواکو د خیبر پښتونخوا له جنوبي ضلعوتېره شوي د اقتصادي راهدارۍ لارې جوړولو خبره هم منلې ده او د دې ترڅنګ د چین چارواکیو په دې خبره کې هم لېوالتیا وښودله چې د راهدارۍ د منصوبې لپاره د چترال له شندوره بیا د ملاکنډ تر چکدرې پوري یوه متبادل لاره جوړه کړي.

په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ نظر لرونکې فضل سعيد وايي چې دا منصوبې نه صرف د خېبر پښتونخوا بلکه د ټول ملک لپاره ډېرې د اهميت وړ دي او يا حکومت ته پکار دي چې زر تر زره پرې کار شورو کړي.

یاده دی وي چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې د خیبر پښتونخوا لپاره د چین لخوا په رشکۍ انټر چېنج د اقتصادي ښار ګوټي جوړولو او د اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې ترڅنګ د شندور او ملاکنډ ترمینځ د راهدارۍ د متبادل لارې جوړولو خبرې اترې د هغې روستو پېل شوي دی چې د سي پېک په منصوبه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنولخوا پر وفاقي حکومت د وړو صوبو د حق خوړولو پرسر سختې نیوکې شوې وې خو اوس د چین چارواکي خپله هڅه کوي چې په سي پېک منصوبه د وړو صوبو اندېښنې لري کړي.

دا دې هم ياده وي چې ۲۰۱۵ کال اپريل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د شپږ څلوېښت (٤٦) اربه ډالرو ماليت منصوبې لاس ليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامل وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG