د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر په درې ورځني سفر روسیې ته ځي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سبا پنجشنبه په یو درې ورځني سفر مسکو ته ورسېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل چې ښاغلی اتمر به په لندن کې د پاکستان، افغانستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته مسکو ته ولاړ شي.

غورځنګ زیاته کړه:"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د مارچ په ۱۶مه نېټه، د روسیې له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو اترو په هدف له پلازمېنې لندنه مسکو ته ولاړ شي."

ښاغلي اتمر مسکو ته د خپل روسي سیال په بلنه سفر کوي.

غورځنګ وویل چې دې سفر کې به اتمر د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG