د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تاوتریخوالي غونډه کېږي


حنیف اتمر
حنیف اتمر

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تېر کال له جون میاشتې راهسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوې دي.

کابل: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د افغانستان، انګلیستان او پاکستان په درې اړخیزه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته روان شوی دی.

حنیف اتمر د سېشنبې په ماښام د انګلیستان د سلطنتي دولت په بلنه په دې غونډه کې د ګډون لپاره په یو ورځني سفر لندن ته روان شوی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعتاو په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکيچ د حل لارو په اړه خبرې وشي.

د چارشنبې په ورځ تر سره کېدونکې دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان، انګلیستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران ګډون کوي.

په دې ناسته کې، د انګلیستان له لوري، د هغه هېواد د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار مارک لېل ګرنټ او د پاکستان له لوري په امنیتي او بهرنیو چارو کې د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز ګډون کوي.

د پاکستان له خوا تر اوسه د سرتاج عزیز د دې سفر په اړه پوره تفصیلات مخې ته نه دي راغلي.

دا په داسې حال کې ده چېد افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تېر کال له جون میاشتې راهسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوې دي.

پاکستان د تېر ۲۰۱۶م کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لاره د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني اسنادو شرط کښېښود.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې له هغه وروسته لا پسې خرابې شوې چې پاکستان د فرورۍ پر ۱۶مه نېټه د تورخم او چمن لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړلې.

پاکستان دا ګام له هغه وروسته پورته کړ چې په سیند او پنجاب کې بریدونو په لسګونه کسان ووژل.

پاکستان تور پورې کړ چې په هغو بریدونو کې د چل جوړونې لپاره د افغانستان خاوره استعمال شوې وه خو افغان چارواکو دا خبره رد کړه.

پاکستانیو چارواکو که څه هم د تورخم او چمن لارې په پنځ کې د دوو ورځو لپاره پرانستې خو اوس یې بیرته تر نامالومې مودې تړلې دي.

بل پلو افغان چارواکي وايي چې حنیف اتمر به تر یاده غونډه وروسته د روس له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو په موخه هغه هیواد ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG