د لاسرسي ځای

تازه خبر

الکوزي:له وسله والو سره د روغتون له دننه همکاري شوې


د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون باندې د تېرې اوونۍ د پېښې د څرنګوالي لپاره د افغانستان د مشرانو جرګې له خوا ټاکل شوی کمېسیون وايي چې له وسله والو سره د روغتون له دننه همکاري شوې ده.

د مشرانو جرګې د کورني او دفاعي چارو کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي د سېشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د روغتون ځینو چارواکو په دې اړه وظیفوي غفلت کړی دی.

د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ څلورو وسله والو پر سردار محمد داود خان روغتون حمله وکړه چې د چارواکو په وینا له ۳۰ زیات کسان په کې ووژل شول او شاه او خوا ۹۰ نور په کې ټپيان شول.

د حملې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست خو حکومتي چارواکې یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG