کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې په رېګ بار يوه لارۍ پر يوه کور ورختلې چې له امله يې د مور او بچيانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
پېښه د دوشنبې په شپه پر ډبل سړک رامنځ ته شوې ده. په پېښه کې یوه مېرمن، د هغې څلور لوڼې او دوه زامن وژل شوي دي. د ماشومانو پلار او ورور په پېښه کې ټپي شوي دي.
له پېښې سمدستي وروسته د مرستندويه ادارو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د څو ساعتونو له هلو ځلو وروسته یې مړي او ټپیان له خارو څخه را ایستلي او ټپیان يې د کوټې لوی روغتون ته رسولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د ځپل شوې کورنۍ تعلق له افغانستان سره دی.
بلخوا د انډسټریز پولیس تاڼې د پېښې په اړه مقدمه لاسلیک کړې او د موټروان د نیولو لټون يې پېل کړی دی.
د تاڼې د پولیسو مشر د عابد بخاري په وینا د لارۍ موټروان د پېښې له ځای څخه تښتېدلی دی.
دا لا تر اوسه نده مالومه چې لارۍ د څه له کبله پر کور ورختلې وه.