د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: ترافیکي پېښه اووه کسان وژل شوي


د بلوچستان په مرکز کوټه په رېګ بار يوه لارۍ پر يوه کور ورختلې چې له امله يې د مور او بچيانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

پېښه د دوشنبې په شپه پر ډبل سړک رامنځ ته شوه. په پېښه کې یوه مېرمن، د هغې څلور لوڼې او دوه زامن وژل شوي دي.

د ماشومانو پلار او ورور په پېښه کې ټپي شوي دي. له پېښې سمدستي وروسته د مرستندويه ادارو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د څوساعتونو له هلو ځلو وروسته یې مړي او ټپیان له خارو څخه را ایستل شوي او ټپیان يې سمدستي د کوټې لوی روغتون ته رسولي دي.

د دې کورنۍ تعلق له افغانستان سره دی. بلخوا د انډسټریز پولیس تاڼې د پېښې په اړه مقدمه لاسلیک کړې او د موټروان د نیولو لټون يې پېل کړی دی.

د تاڼې د پولیسو مشر د عابد بخاري په وینا د لارۍ موټران د پېښې له ځای څخه تښتېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG