د لاسرسي ځای

پاکستاني چارواکي وايي ، د فاټا ۷۹ فیصده کډوال ستانه شوي


پاکستاني چارواکي وايي، قبایلي سیمو ته تر اوسه ۸۹ فيصده کډوال ستانه شوي دي.

دا خبره د دوشنبې په ورځ په پېښور کې د اپیکس کميټۍ د غونډې پرمهال شوې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ايې ایس پي آر – لخوا د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اپیکس کمیټۍ په غونډه کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د خیبر پښتونخوا وزیراعلا او ګورنر تر څنګ ځېنو نورو چارواکو هم ګډون درلود.

خبرپاڼه زیاتوي چې د اپیکس په غونډه کې ردالفساد عملیاتو،د فاټا پرمختګ، د افغان کډوالو او د پولې نظام په اړه هم خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG