د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له وسله والو سره د تړاو په تور شپږ تنه نیول شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچه علي خان سيمه کې د ملي امنیت موظفینو د دغه ولسوالۍ د پوليسو په مرسته شپږ تنه د دولت د مخالفو وسله والو سره د اړیکو په تور نيولي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:

نیول شوي کسان د کاپیسا ولایت دي چې په یاده سيمه کې يې له خپلو کورنيو سره استوګنه غوره کړې وه ، د ملي امنيت د کشفي راپورونو په اساس نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG