د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په وفاقي او صوبايي کچه د ترهګرۍ ضد قامې کړنلارې د عملي کولو او د ردالفساد په نامه پوځي عملیاتو تیزولو هدایات ورکړي دي.
وزیراعظم نواز شریف دا امر د دوشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د لوړ پوړ حکومتي او امنیتي چارواکو د غونډې د مشرۍ کولو پر وخت کړی دی.
د وزیراعظم له دفترهپه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترهګری ضد قوانینو موثره کولو او د قامي کړنلارې د عملې کولو لپاره د هڅو پر زیاتولو خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې د اپوزېشن یو شمېر ګوندونه وايي چې حکومت پر قومي ایکشن پلان په سیمه توګه عمل ندی کړی.