د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې او ترکي اړيکې لا پسې خرابې شوې


د اروپايي ټولنې او ترکي بيرغونه
د اروپايي ټولنې او ترکي بيرغونه

ترکيه وايي د نيدرلينډز سره د لوړپوړ چارواکو ټول سياسي بحثونه ودروي او د يورپي يونين سره يې هغه لوظنامه هم ختمه کړې چې له مخې یې بايد انقره اروپايي هيوادونو ته د کډوالو ورتللو مخنيوي کې مرسته وکړي.

دا اعلان پرون ناوخته د ترکي مرستيال وزيراعظم، نوريتين جانيکلي وکړ. دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې نيدرلينډز، جرمني او ځينو نورو اروپايي هيوادونو په خپله خاوره ترکي وزيرانو ته د سياسي جلسو کولو اجازه ورنه کړه.

نوريتين جانيکلي وويل چې هيواد يې پر هغه تړون له سره غور کوي چې له مخې يې پناه غوښتونکي کډوال له ترکي څخه اروپايي هيوادونو ته له ننوتلو منع کيږي. په همدې حال کې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردګان په ناټو کې خپلو اروپايي اتحادي هيوادونو پر ضد سختو بيانونو ورکولو ته دوام ورکړی. هغه پرون پر جرمنې چانسلرې، اينګلا ميرکل تور پورې کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

اردګان: نيدرلینډز په جهوريت نه پوهيږي
اردګان: نيدرلینډز په جهوريت نه پوهيږي

د اروپايي ټولنې بهرنۍ پاليسۍ مشرې، فيدريکا موغيريني پرون ويلي وو چې انقره دې له داسې توندو بیانونو ورکولو ډډه وکړي چې ورسره حالات نور خرابيدلی شي. خو رجب طیب اردګان آ – حبر ټيليويژن سره پرون په يوه مرکه کې وويل چې اينګلا ميرکيل د هغو ۴۵۰۰ دوسيوو او معلوماتو په اړه ځواب ورکولو کې ناکامه شوې ده چې ترکي جرمني ته د مشکوکو ترهګرو په اړه ليږلي دي. په دې کې هغه تورن کسان هم شامل دي چې ترکيه يې د کردستان ملېشو او د تېرکال جولايي مياشت ناکامې کودتا سره تړي. هغه همداراز ويلي چې د نیدرلينډز چارواکي په جمهوريت نه پوهيږي.

اردګان د شنبې او يکشنې په ورځو دوه ځل پر نيدرلينډز تور پورې کړ چې د نازيانو په شان کارونه کوي. دې خبرو نيدرلينډز ځکه خواشینی کړی چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال نازي جرمني پر دې هيواد بمونه وغورځول او وي نيو.

انقره ځکه په قهر ده چې ځينو اروپايي هيوادونو ترکي وزیران خپلو هيوادونو کې له سياسي جلسو او مظاهرو منع کړې دي. ترکي کې د اپريل په شپاړسم تاريخ د ولسمشر اردګان واک پراخولو لپاره ريفرنډم يا ټولپوښتنه کيږي. دې کې به بهرنيوو هيوادونو کې مېشته ترکان هم برخه اخلي نو ځکه د اردګان وزيران غواړي چې اروپايي مېشته ترکانو د رايو لاس ته راوړلو لپاره جلسې وکړي.

د ترکي د بهرنيوو چارو وزارت پرون په رسمي ډول نيدرلينډز ته احتجاج وکړ چې د ترکي بهرنيوو چارو وزير يې له هيواده وويست. هغه غوښتل چې د ريفرنډم په اړه يوې جلسه کې برخه واخلي. همداراز ترکي اعلان وکړ چې د نيدرلينډز سفير به انقرې ته ستنېدو ته پرينږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG