د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د مارچ له ۱۵ مې سرشمېرنه پیلېږي


په پاکستان کې به سرشمېرنه او کورشمېرنه د روانې مياشتې له پنځلسمې (۱۵) نېټې پیلېږي او په څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې به په دوه مرحلو کې ترسره کېږي.

د اتوار پر ورځ د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير مملکت مريم اورنګزېب د ای اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور سره يوې ګډې خبري غونډې ته وويل چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې لومړۍ مرحله به له پنځلسم مارچه تر پنځلسم اپريله پورې جاري وي او دويمه مرحله کې به تر لسو ورځو دمې ورستو له پنځويشتم اپرېله پیلېږي چې تر د پنځويشتمې مې پورې به جاري وي او دا عمل سر ته رسېدو ورستو په شپېته (۶۰) ورځو کې به يې نتيجه مخې ته راوړل شي.

د ذکر ده چې د پاکستان د شمارياتو د ادارې يو چارواکي حبيب الله خټک تيره اونۍ مشال راډيو ته وويلي و چې په ړومبۍ مرحله به د ملک په څلورشپيتو (۶۴) ضلعو او په دويمه مرحله کې به په شپږ اتيا (۸۶) ضلعو کې د سرشميرنې او کور شميرنې عمل سر ته رسوي،

خبري غونډې ته مريم اورنګزېب وويل چې د سرشمېرنې او کورشمېرنې په ټوله پروسه به اتلس اربه پنځوس کروړه روپۍ لګښت راځي او قريبا يو لاک نولس زره روزلي سرکاري ملازمين به پکې برخه اخلي.

د نوموړې وينا وه چې د سرشمېرنې په عمل کې به ټول خلک شاملېږي، که هغه په عارضي توګه بې کوره خلک وي او يا که له يو ځایه يې بل ځای ته کډې کړې وي او دوی په کومو ځايونو کې اوسېږي نو هم هلته به شمېرل کېږي. د دې ترڅنګ په لومړي ځل نرښځي به هم د سرشمېرنې په عمل کې شاملول کېږي او د سفارتکارانو شمېره به له خارجه وزارته اخېستل کېږي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې مريم اورنګزېب وويل، هغه راجستر افغان کډوال چې په پاکستان کې ميشت دي نو هغوی به هم د سرشمېرنې په عمل کې شاملول کېږي چې سمه شمېره يې معلومه کړل شي.

خبري غونډې ته د مېجر جنرل آصف غفور وينا وه چې د پاکستان پوځ دوه لاکه امنيتي سرتېري به د سرشمېرنې او کور شمېرنې په عمل کې برخه اخلي او د هر ټيم سره به يو پوځي اهلکار موجود وي او که چا هم غلط معلومات ورکړل نو هغه به مجرم ګڼل کېږي.

د نوموړې وينا وه چې کله څوک خپل معلومات ورکړي نو زموږ سپاهي چې کوم به د شمېرنې له ټيم سره وي نو د هغې به له نادرا سره هم لینک وي او کولی به شي چې له نادرا د دغه معلوماتو تصديق وکړي چې ايا دا صحيح دي او که نه او که چا هم غلط معلومات ورکړل نو پنځوس زره روپۍ جرم او شپږ (۶) مياشتې قيد سزا به ورته ورکړل کېږي.

اصف غفور زياته کړه چې د ۱۹۹۸ سرشمېرنه په يوه مرحله کې کړې شوې وه کومه چې تر نلس (۱۹) ورځو پورې جاري وه خو دا ځل د امنيتي صورتحال لوجې د شميرنې دا عمل په دوه مرحلو کې د کولو فيصله کړې شوې ده.

په پيښور پوهنتون کې د شمارياتو څانګې يو استاد ډاکتر عالمګیر په ملک کې د سرشميرنې د اهميت پحقله وايي چې حکومت له هر لس کاله ورستو ضرور سرشمیرنه او کور شیمرنه کول پکار وي ځکه چې په ملک ټول ترقیاتي کارونه د دې شمیرنې په بنیاد کېږي.

د نوموړي په وینا چې د دې عمل په وجه د ملک د آبادۍ او د کورونو شمیر معلومیږي او بیا د دغه معلوماتو په آساس حکومت د راتلونکي لپاره منصوبه بندي کوي او که دا شمیرنه د خپل مقرره وخت نه يو کال هم ځنډیږي نو نقصانات يي ډير زيات وي ځکه چې بيا د منصوبه بندۍ ټول عمل په اندازو چلېږي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې په آخري ځل سرشمېرنه او کور شمېرنه په١٩٩٨ کال کې شوي وه او د هغه وخت په سرشمېرنه کې د ملک آبادې له ١٣ کروړه ٥٠ لاکو زياته ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG