د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ۲۰۱۶ د شام ماشومانو لپاره ډير خونړی وو


د شام يو زخمي ماشوم
د شام يو زخمي ماشوم

ملګري ملتونه وايي چيپه شام کي د روانې کورنۍ جګړې له امله ۲۰۱۶کال ددغه هيواد د ماشومانو لپاره تر ټولو بد ترين کال وو. په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۶۵۲ ما شومان وژل شوي او په مليونونو نور د کډوالۍ ژوند ځپلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د ادارې يونيسيف لخوا خپور شوي نني راپور کې راغلي چي تير کال شام کې د تشدد د ډير زياتوالي له وجې جګړې لپاره د ماشومانو ګمارل هم زيات شوي دي.

دا راپور د شام د کورنۍ جګړې د شپږمې کليزې څخه دوه ورځي مخکيخپور شوي. د ۲۰۱۱م کال د مارچ په مياشت کي دا شخړه، د بشارلاسد پر ضد له مظاهرو پېل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG