د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د رواج قانون پرځای د شخړو هوارولو کونسل غواړو"


ال فاټا سیاسي اتحاد له ډېري مودې راهسې له حکومته غوښتنه کوي چې لکه د نورو پاکستانیانو په څېر دې قبایلو ته هم حقونه ورکړل شي او قبایلي سیمې دې په سمدستي توګه په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شي.

د قبایلي سیمو ځینو پارلېمان غړیو د ګل په ورځ په اسلام اباد کې د قانون او انصاف له وفاقي وزیر زاهد حامد سره د لیدو مهال غوښتنه کړې چې وفاقي حکومت دې د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور کړي او دوی ته دې د رواج ایکټ پرځای د شخړو هوارولو کونسل (ډي ار سي) ورکړي چې ولس خپلې ستونزې په جرګو هوارې کړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلېماني مشر حاجي شاه جي ګل وویل، دا غوښتنه ځکه کوي چې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یوځایکولو وروسته آئیني او قانوني ستونزې پېښې نه شي.

د شاه جي ګل په وينا هڅه یې ده چې د رواج اېکټ پرځای د خیبر پښتونخوا غوندې د شخړو هوارولو کونسل راولي. د نوموړي په خبره په قبایلو کې د توري قبیلې خپل رواج دی د اپرېدیانو خپل او د سالارزو خپل دود دی نو دا به ښه وي چې د قبایلو او د خېبر پښتونخوا د خلکو یورنګ د جرګې نظام جوړ شي نو وروستو به بیا هېڅ قانوني یا آئیني ټکر نه راځي.

ال فاټا سیاسي اتحاد له ډېري مودې راهسې له حکومته غوښتنه کوي چې لکه د نورو پاکستانیانو په څېر دې قبایلو ته هم حقونه ورکړل شي او قبایلي سیمې دې په سمدستي توګه په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شي.

د ال فاټا سیاسي اتحاد مشر نثار مومند وايي د دوی غوښتنه داده چې د پاکستان اساسي آئین کال ۱۹۷۳ قبایلي سیمو ته نېغ په نېغه وغځول شي او که حکومت د ایف سي ار په ځاندره کې پر دوی رواج ایکټ نافذول غواړي نو دوی به يي مخه نیسي نو که چیرته ډي سي ار لکه په خېبرپښتون خوا کې چې موجود دی ورکوي نو دوی به ي هرکلې کوي خو دوی به له دې غوښتنې نه لاس په سر کېږي چې دوی ته دې د درې اویا یم ورکړي.

ډي سي ار څه ته وايي او د دې څه کار دی مشال راډیو چې په دې اړه په پېښور کې د قانوني چارو تجزیه کار شهاب الدین خټک نه وپوښتل نو هغه وویل،

ډي ارسي یا د شخړو د هواري کمېټۍ دا په هره ضلع کې جوړه شوي هغه کمېټي وي چې د پولیسو د مشر لخوا سیمه ایزو تهاڼو ته ویل شوي چې تاسو د محلو او چم مالت په کچه کمېټۍ جوړی کړی چې وړې وړې کشالې او شخړې هواروي او دا څه آئیني قانون نه دی او نه د کوم پارلمان لخوا پاس شوی قانون دی نو دا رنګ دغه کمېټئ دا کوښښ کوي چې د خپلو علاقو شخړې هوارې کوي.

د ذکر ده د روانې میاشتې په دویمه نېټه وفاقي کابینې د سرتاج عزیز د کمېټی قبایلي اصلاحات منظور کړي و چې پکې يي وویل په قبایلي سیمو کې به د ایف سي ار قانون پرخای رواج ایکټ نافذو.

XS
SM
MD
LG