د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښاریان د سرکونو د رغولو غوښتنه کوي


د خوست ښار یوه څنډه
د خوست ښار یوه څنډه

د خوست ښار یو شمېر اوسیدونکي او د ګاډو ډریوران انديښنه لري، که چیرې د ښار د جوړیدونکو سړکونو کیفیت ته جدي پاملرنه ونشي، نو ممکن دا سړکونه تر ډېره ونه پاییږي او د پخوا په شان بیا خراب شي.

بلخوا د خوست ښاروالی چارواکي وايي، چې د نویو سړکونو د رغولو کیفیت ته يې جدي پام دی او نوي سړکونه تر پخوا په ښو معیارونو جوړ شوي دي.

د خوست تخریب شوی سرک
د خوست تخریب شوی سرک

خوست ښاریان وايي، د ښار سړکونه دا یوه لسیزه نه وو رغول شوي، خو اوس چې ځنې يې رغول شوي یا کار پرې روان دي، هغه هم د کیفیت له اړخه کمزوري دي.

د یونس اهنګر په نوم یو ځايي اوسیدونکي مشال ته وویل:

((په هغه اندازه پیسې چې پرې لګیدلي هغسې ندي ترمیم شوي، تاسو يې ګورئ چې د حساب میاشتې پرې وتلي خو د خرابیدو په حال کې دي، د مسوولو ادارو نه مو غوښتنه داده چې لدې دې جدي نظارت وکړي، تر څو د سړک کیفیت ښه شي.))

د سلیمان ژوندي په نوم یو بل تن بیا خپل نظر داسې څرګند کړ:

(( تاسو عملاً د دې سړک کیفیت کتلی شئ چې دوې میاشتې يې ندي پوره شوي، خو هغه خپل اول حالت يې له لاسه ورکړی دی، دا سړک ډېره ګڼه ګوڼه لري، د جوړولو په وخت کې به هر وخت لارې بندې وې، چې جوړ شو، نو بیا خراب شوی دی، هیله مو داده چې دې نه څارنه وشي.))

دوه تنه ډریوران حبیب الرحمن او مهراب الدین وايي، چې دې سړک ته تر اوسني حالته د خلکو هیلې لوړې وې، هغوی غوښتنه کوي چې د نویو سړکونو د جوړولو کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.

د خوست یو سرک
د خوست یو سرک

خوست ښاروال وایي، چې د ښار د سړکونو له پخولو له یوې لسیزې ډېره موده تېره شوې او هغه سړکونه اکثراً تخریب شوي او لدې سربیره د یادو سړکونو په جوړولو کې هم د سړک جوړونې نورمونه په پام کې ندي نیول شوي.

ده وویل د قرارد له مخې هر نوی سړک یو کال ګرنټي لري او کچیرې پدې موده کې سړک زیانمنیږي، نو شرکت مکلف دی، چې زیانمنې شوې برخې له سره ورغوي.

نوموړی زیاتوي:

((د قرارداد شرایطو په کتو هر سړک یو کال ګرنټي لري، که پدې موده کې هر سړک تخریبیږي، مسوولیت يې کمپنۍ ته راجع کیږي او باید له سره يې ورغوي، یو متر مربع سړک په ۱۵۵۰افغانۍ موږ ته تمامیږي، نو ښاروالي يې کیفیت ته توجه جدي ګڼي، د افغانستان په کچه د سړکونو اساسي ستونزه داده چې اظافي بار پر سړکونو تېریږي.))

خوست ښاروال د ډریورانو نیوکو ته په کتو وویل، ډریوان هم باید له شلو تر ۲۵ ټنو زیات بار پدې سړکونو وینسي، خو څنګه چې لیدل کیږي، د ګاډو وزن حتی پنځوسو ټنو ته رسیږي، چې په طبعي توګه د سړکونو د زیانمیدو سبب ګرځي.

خوست ښاروال وايي، سږ کال يې د ښار دولس نیم کیلومتره سړکونه په پلان کې ول، چې د لس کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوي او په متباقي نورو يې کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG