د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کرکټ لوبډلې د ایرلینډ نه د شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټله


د افغانستان کرکټ بورډ نخښه
د افغانستان کرکټ بورډ نخښه

د یوې خوندورې لوبې نه پس افغانستان ایرلینډ ته په ۲۸ و منډو ماتې ورکړه او په دې توګه د شلو اورونو د درېوو لوبو لړۍ یې هم په درې ـ صفر د ځان په نوم کړه.

په ګریټر نوئیدا لوبغالي کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او ۲۳۳ منډې یې جوړې کړې چې د شلو اورونو په لوبه کې د افغانستان تر ټولو زیاتې مندې دي. د افغانستان له غاړې محمد شهزاد ۷۲ او محمد نبي ۸۹ منډې جوړې کړې.

که څه هم د ۲۳۴ و منډو هدف عین له اوله ګران برېښېده چې ایرلینډ به یې د افغانستان په وړاندې پوره کړي، خو هغوی د دې هدف د پوره کولو پوره هڅه وکړه او یو مهال خو لوبه د هغوی په قابو کې هم ښکارېده. ایرلینډ په لومړیو څو اورونو کې دېره تېزه لوبه وکړه او په پنځو اورونو کې یې د پنځلسو په تناسب سره نوي نه زیاتې منډې جوړې کړې وې. د هغوی دواړو اوپنرانو سټرلینګ او تامسن ښه لوبه وکړه خو دواړه د پنځوسیزو له جوړولو وړاندې اوټ شول. د ایرلینډ لپاره تر ټولو زیاتې منډې ویلسن جوړې کړې. نوموړي په ۴۷ بالونو ۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان له غاړې راشدخان بیا هم ښه توپ اچونه وکړه او په څلورو اورونو کې یې درې لوبغاړي له میدانه رخصت کړل. امیر حمزه او کریم جنت دوه دوه او شاپور ځدراڼ او مخمد نبي بیا یو یو لوبغاړی وسوځولو. د ایرلینډ ټوله لوبډله په شلم اور کې په ۲۰۵ منډو اوټ شوه.

افغانستان په شل اوریزو لوبو کې پرله پسې د میچونو په ګټلو سره نوی ریکارډ هم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG