د لاسرسي ځای

ننګرهار: د داعش ۷ سرتیري ووژل شول


د ننګرهار چارواکي وایي، په نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په دوو هوایي بریدونو کې د داعش ډلې اوه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي پرون مشال راډیو ته وویل چې دغه بریدونه پرون د سپینې ژۍ او لال منډیي په سیمو کې شوي چې پکې د داعش ډلې اوه وسله وال وژل شوي دي.

خوږیاڼی وایي چې په یادو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG