د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: عالمان دې د سولې لپاره ولس وهڅوي


نواز شریف له عالمانو د سولې د خپراوي غوښتنه وکړه.
نواز شریف له عالمانو د سولې د خپراوي غوښتنه وکړه.

د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي، د یني عالمان دې په ټولنه كې د يو والي او د رښتونو اسلامي تعليماتو د خپرولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي د خالي په ورځ د لاهور په دارالعلوم جامعه نعيميه کې يو سيمينار ته وویل چې عالمانو سره به په ګډه په ټولنه كې د سولې د پیغام د خپرولو لپاره شریک کوششونه کوي.

د وزيراعظم وينا وه چې د ترهګرۍ جرړې په سختدريځۍ کې دي او دا د دين په نوم خورول کېږي چې د جهاد مفهوم يې هم بدل کړی دی. نوموړي له عالمانو وغوښتل چې د ملک نه د فتوو ورکولو د مخنیوي او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره عالمانو ته د حکومت سره مرسته کول پکار دي.

وزیراعظم نوازشریف له عالمانو وغوښتل، عام ولس په دې خبره پوه کړي چې د مسلکي اختلافاتو له وجې د چا وژل او د اقلیتونو حقونو ته نه پاملرنه د مسلمانې ټولنې سره نه ښايي.

خو بل پلو، د مذهبي چارو کارپوه او په پيښور يونيورسټۍ کې د شيخ زید اسلامک سنټر مشر پروفيسر ډاکټر دوست محمد وايي چې پاکستان د نړۍ په هغو يو څو اسلامي ملکونو کې دی چې ممبر او محراب يې دومره ازاد پرېښي دي چې څوک پرې څه هم ويل غواړي نو څه ممانعت نشته.

د نوموړي په وينا دا د حکومت مسولیت دی چې جماعتونه او مدرسې تر خپل واک لاندې کړي او يو متفقه نصاب جوړولو سره سره دې ورته نور سهولتونه هم ورکړي نو بيا امکان شته چې په ترهګرۍ او سختدریځۍ تر ډیر حده قابو ومندل شي.

د وزيراعظم وينا وه چې د نړۍ د نورو سیمو په پر تله پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف تر ټولو زیاته مبارزه شوې ده او دا مبارزه به د ټولو ترهګرو ډلو تر ختمولو پورې روانه وي.

د يادونې وړ ده چې وزيراعظم دا وينا په يو داسې وخت کې کړې ده چې تيره مياشت په ملک کې د سختدریځو پرضد رد الفساد عملیات هم پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG