د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هیواد وګرځوي؟


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف

په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي چارو ځينې کارپوهان وايي، د امریکا لخوا د داسې وړاندیزونو موخه پر پاکستان فشار اچول دي.

پراګ: د امریکا د واکمن رپبلکن ګوند غړۍ سنېټر ټیډ پو په کانګرس کې یو بل وړاندی کړی دی چې د ده په وینا ، پاکستان دې د ترهګرۍ مرسته کوونکی هېواد وګرځول شي.

د تیډ پو له خوا د وړاندې کړل شوي دې بل په اړه به امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په راتلونکو ۹۰ ورځو کې دا پرېکړه کوي چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ کوي او کنه؟

پاکستان یو پلو د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه کې د امریکا ملګری دی د کوم په بدل کې چې امریکا پاکستان ته د مرستو په مد کې په اربونو ډالر ورکړي دي.

بل پلو امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي او په ځانګړې توګه دې د حقاني شبکې پرضد ګامونه پورته کړي. خو پاکستاني چارواکي وايي ، دوی د ترهګرۍ مخالف دي ، ځکه چې د دوی په وینا ، په خپله هم د ترهګرۍ ښکار دي.

په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي چارو ځينې کارپوهان وايي، د امریکا لخوا د داسې وړاندیزونو موخه پر پاکستان فشار اچول دي.

د سیاسي او دفاعي چارو شننونکی حسن عسکري وايي، امریکا پر پاکستان او په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د پاکستان مرستو ته اړتیا لري نو د ترهګری ملاتړ کوونکی هېواد ګرځولو سره به امریکا خپل مرسته کوونکی هیواد له لاسه ورکړي.

نوموړي وايي ، د امریکا په کانګریس کې ډیری داسي کسان دي چې د پاکستان مخالف او د هند ملګري دي او هغوې څو ځله پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد ګرځولو وړاندیزونه کړي دي.

د حسن عسکري په وینا ، د ولسمشر اوباما په وخت کې هم داسي وړاندیزونه شوې وو خو زما په خیال امریکا به پاکستان یوه ترهګر هېواد ونه ګرځوي ځکه چې له امریکا سره په دې سیمه کې د پاکستان په څېر بل ملګری هیواد نشته.

حسن عسکري زیاته کړه چې هند ، ایران او یا د منځنۍ اسیا هېوادونه به په دې منطقه کې له امریکا سره د ترهګری ضد مبارزه ونکړي او نه یې کولای شي.

د سیمه ییزو او نړیوالو چارو کارپوه اعجاز خټک وايي، په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې او د پاکستان او افغانستان موجوده حالاتو ته په کتو سره داسې امکانات څرګندیږي چې امریکا به پاکستان یو ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد وګرځوي.

دی وايي ، پاکستان دا ګڼې چې هند او امریکا سره یو ځای کیږي نو داسې ښکاري چې پاکستان له امریکا نوره څه تمه نه لري نو ځکه له روس او چین سره اړیکې نزدې کوي.

د امنیتي چار پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر سعد محمد خان وايي، د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاري ډیره ضروري ده او که دا همکاري ختمه شوه نو په سیمه کې به حالات نور هم د خرابیدو اړخ ته ولاړ شي.

سعد محمد خان زیاتوي چې په کانګریس کې مخکې هم پر پاکستان د بندیزونو خبره شوې ده خو هغه عملي نشوه.

د ده په وینا ، که څه هم د پاکستان خپلې مجبوریانې هم شته خو د امریکا پوځ یو ښه پریکړه دا کړې ده چې له پاکستان سره به خپل ملاتړ جاري ساتي.

یاده دې وي چې د تیر کال په سپټمبر میاشت کې هم په امریکايي کانګرس کې وړاندیز شوی وو چې پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG