د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې هوایي بریدونو ۷ وسله وال وژلي


د ننګرهار چارواکي وایي چې په نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په دوه هوایي بریدونو کېد اسلامي دولت اوه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: دغه بریدونه نن د شنبې په ورځ د لسو بجو او دريو بجو په شاوخوا کې د یادې ولسوالۍ د سپینې ژۍ او لال منډیي په سیمو کې تر سره شوي چې په دواړو بریدونو کې د اسلامي دولت اوه تنه وسله وال وژل شوي دي.

خوږیاڼی ادعا کوي چې وژل شوي وسله وال ټول پاکستاني دي.

دی وایي چې په بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG