د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ترمپ په لومړي ځل له محمود عباس سره خبرې کړې دي


د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د جمعې په ورځ په لومړي ځل د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.

سپيني ماڼې ويلي چې ټرمپ محمود عباس ته ويلي چې له اسرائيل سره باید د سولې د تړون په اړه خبري وکړي او امريکا به د دي موخې ترلاسه کولو لپاره دواړو خوا سره نزدي همکاري هم وکړي.

فلسطيانيان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اسرائيل وزيراعظم د ملاتړ اندښمن کړي دي.

اسرایلي وزیراعظم بین یمن نېتن یاهو په لومړيو نړيوالو مشرانو کې و چې سپيني ماڼې ته ورغلی وو.

نوموړی له ولسمشر ټرمپ سره په دومداره توګه ټيلفونې خبري هم کوي.

محمود عباس د جګړي ختمولو لپاره د دوو رياستونو ملاتړ کوي خو د سولې په لاره کې د اسرائيل اباد کاري لوي خنډ بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG