د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو استازی وايي ، طالبان باید خبرو ته حاضر شي


تاداميچي ياماموتو

تاداميچي ياماموتو

په عین حال کې افغانستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت کړی دی.

پراګ: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى تاداميچي ياماموتو وايي، په افغانستان کې د امنيتي ستونزو د حل او اقتصادي ودې لپاره، دغه هېواد غښتلي سياسي نظام او نړيوال مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

تاداميچي ياماموتو ، دا خبره پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړه.

نوموړي په عین حال کې د افغانستان د موجوده امنيتي حالاتو په اړه اندښنه هم وښودله.

تاداميچي ياماموتودا هم ویلي چې د افغانستان د شخړې د حل یوازې پوځي لاره نه ده.

نوموړي په افغانستان کې د حکومت پرضد په جګړه بوخت وسله والو طالبانو باندې ټينګار کړی دی چې د امن خبرو اترو ته کښېني.

په عین حال کې افغانستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت کړی دی.

په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل د جمعې په ورځ ناوخته د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د پاکستان پوځ په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتيا تیری کړی دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې پاکستان په دې ترڅ کې تر ۱۳ سوه ځله زیات پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي دي.

نوموړې پاکستان د صادقانه همکارۍ او د ترهګرۍ پرضد د جدي مبارزې په برخو کې په پاتې راتلو هم تورن کړ.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال نبیل منیر د افغانستان تورونه بې بنسټه بللي دي.

XS
SM
MD
LG