د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات په سپریم کورټ کې وننګول شول


د قبایلي لویې جرګې مشر ملک خان مرجان
د قبایلي لویې جرګې مشر ملک خان مرجان

د فاټا ګرانډ الاینس (فاټا لویه جرګه) د وفاقي حکومت لخوا د قبایلي سیمو اصلاحات رد کړي دي او دا يې په سپریم کورټ کې ننګولي (چېلنج) دي.

د قبایلي لویې جرګې (فاټا ګرانډ الاینس) مشر ملک خان مرجان مشال راډیو ته وویل، دوی د خپل وکیل بېریسټر محمد علي سیف په لاس د زیارت په ورځ په سپریم کورټ کې درخواست جمع کړ او دا دریځ یې دی چې د فاټا لپاره د وزیر اعظم نوازشریف لخوا اصلاحاتي کمېټۍ غیر ائیني او غیرقانوني ده او د قبایلي سیمو لپاره په اصلاحاتو کې يې قبایل په اعتماد کې نه دي اخېستي.

د نوموړي په وینا د قبایلي سیمو اصلاحاتو واک یواځې د پاکستان له صدر سره دی.دوی غواړي چې قبایلو ته دې لومړی کونسل ورکړل شي که کونسل نه وي نو بیا دې ورته خپله بېله صوبه ورکړل شي.


یاده دې وي د روانې میاشتې په دویمه نېټه د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د کابینې غونډې فاټا اصلاحات منظور کړي ول چې له مخې به یې تر راتلونکیو پنځو کلونو پورې فاټا اصلاحات سر ته ورسول شي او تر هغه وروستو به په سلا او مشوره په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډول کېږي یا به ورته بېله صوبه ورکول کېږي. د دې ترڅنګ د سپریم کورټ او های کورټ دایره کار به تر فاټا غځول کېږي او د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې به قبایلو ته د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې برخه ورکول کېږي.

یوڅو ورځې وړاندې د دې اصلاحاتو حامي له کرمې ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن توري مشال راډیو ته ویلي ول د دوی حامي پارلېمان غړیو فیصله کړې ده، هغوی چې چېرته ځي ولاړ دي شي، که یې په سپریم کورټ کې چېلنجوي یا بل چېرته خو دوی به یې پرضد تحریک شورو کوي او په هغه کې به ورسره ټول قبایل ملګري وي. څه رنګ چې په پارلېمان او په کابینه کې مقابله وشوه نو داسې به یې په عدالتونو کې هم مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG