د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا شام ته ۴۰۰ نور سرتېري واستول


امریکايي ځواکونه وايي، په شام کې یې شاوخوا ۴۰۰ اضافي سرتېري د لنډې مودې لپاره ځای پر ځای کړي دي چې له اسلامي دولت ډلې څخه د رقه ښار نیولو لپاره د جګړې تیاری ونیسي.

اسلامي دولت ډله رقه خپل مرکز بولي. په شام او عراق کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې ضد اېتلاف ویاند جان دوریان د پنجشنبې په ورځ وویل، دا سرتېري په درنو وسلو سمبال دي خو د جګړې د لومړۍ کرښې رول به نه لري.

ده وویل، دا پر هغو ۵۰۰ امریکايي سرتېرو سرباري دي چې وار له مخه په شام کې دي.

دوریان وویل، دا اضافي سرتېري به په شام کې له ځايي شامي ډېموکراټیکه ځواکونو سره کار کوي.

په شامي ډېموکراټیکه ځواکونو کې د کردانو ملېشې ډله او د شام عرب اېتلاف شامل دي.

دوریان رویټرز خبري اژانس ته وویل، دا اضافي سرتېري ((په تېرو څو ورځو)) کې شام ته تللی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG